دپارلمانی دانتخاباتو دستونزی دحل په باب دملګرو ملتونو دسازمان طرحه
سلام خان سلام خان

په د مکلاچي انترنټ پاڼه کی  چې د واشنګټن ځخه خپریږي ویل شوی دې  چې ملګرو ملتونو داسې طرحه برابره کړی ده چې د هغې په اساس به په افغانستان کې دپارلمانی  انتخاباتو اوسنۍ کشاله د تل لپاره هواره شي ، په دغه انټرنیټ پاڼه کی لیکل شوی دې چې د ملګرو ملتو دسازمان په دغه طرحه کی چې ځینی ګواښونه هم پکې دي،  غواړي چې د افغانستان د جمهوررئیس او پارلمان ترمنځ تاوتریخوالی له منځه یوسي،نوموړی سازمان تمه لری چی ددوی دطرحی په اساس به داساسی قانون بحران منځ ته را نه شې، ملګري ملتونه په پام کې لري چې د انتخاباتو کمسیون سره کار وکړي ترڅو دوی د ٦٢ ناراضو کاندیدانو له جملې نه ١٧ تنو ته دا زمینه برابره کړي چې ولسي جرګې ته لاره پیدا کړي ،مکلاچي د انتخاباتو اوسنۍ کشالې ته نظر اچوي او لیکي چې پروسږ کال دا وخت په افغانستان کې پارلماني انتخابات وشول او نتایج یې په تیر دسمبر کې په ډاګه شول خو په دې کې د کرزي پلویان پارلمان ته لاره پیدا نه کړه او دوی په انتخاباتو کې د درغلی ادعا وکړه.  نو له همدې کبله کرزي د قضیې د څیړلو لپاره اختصاصی محکمه جوړه کړله ،

محکمې په خپله وروستۍ پریکړه کې ٦٢ د پارلمان اوسني غړي نااهله اعلان کړل خو دغه پریکړه عملي نشوه

کرزي په خپل وروستۍ پریکړه کې محکمه لغوه کړله او واک یې بیرته د انتخاباتو خپلواک کمسیون ته وسپاره

 د ملګرو ملتو د پلان په اساس به د انتخاباتو اوسنی کړکیچ پای ته ورسیږي او حکومت به دې ته وزګار شي چې د ٢٠١۴ کال تر پایه پورې چې کله له ملک نه بهرني عسکر وځي، د مستقل امنیت نیولو لپاره ځان چمتو کړي.

وروسته له هغې ، چې ولسمشر د ټاکنو خپلواک کمیسون ته واک ورکړ ،چې دولسي جرګې دجنجالي ټاکنو موضوع نوره حل کړي . د ټاکنوکمیسون چارواکو پر هماغه ورځ وویل : چې داسې به لار راوباسو ،چې ټولو ته دمنلووړ وي ،په ټاکنو کمیسون کې یوه چارواکی  ویلي دي ،چې اوس دټاکنو کمیسون غواړي ،چې هغه اولس تنه ولسي جرګې ته لار ومومي ،چې دشکایاتو کمیسون يې نومونه له لست غورځولي و،چی دهغو ۱۷ تنو نومون په لاندی توګه دې .

 نثاراحمد غوریاني له هراته

 وحید طاهري له هرات نه دسپنتا ورور دی

 معروف فضلي له هرات داسمعیل خان په سپارښتنه له لیسته لیرې شوې و

 فضل کریم ایماق له کندوز

 عبدالشکور واقف حکیمي له بدخشانه

 احمد خان سمنګاني

 عبدالهادي واحدي له لغمانه

 محمد یوسف غضنفر له بلخ

 محمود خان سلیمان له پکتیکا

 ګل محمد پهلوان له فاریاب

 مسعود بختور له فراه

 حاجی محمد پاینده له سرپل

 رییس محمد عمر له بادغیس

 حمیدالله توخی له زابل

 وجیه الرحمن شینواری له ننګرهار

 حشمت کرزی له کندهار

 نیاز محمد امیري له غزني

یوه چارواکي ویلي دي کله چې د ملګرو ملتو تر پلان لاندې د انتخاباتو خپلواک کمسیون دا نوی بدلون اعلان کړي نو بین المللي ټولنه به یې تر شا ودریږي ،پاڼه لیکي د امریکا چارواکو ویلي دي چې دغه هیواد که څه هم د ملګرو ملتو له طرحی نه به ملاتړ ونه کړي خو د کمسیون له پریکړې نه به حمایت وکړي

د ټاكنو د خپلواك كمیسيون مشر فضل احمد معنوي ويلي، چې د ولسي جرګې د تيركال د ټاكنو په پايلو كې د بدلونونو امكان شته او په دې اړه به د روانۍ اوونۍ ترپايه خپله وروستۍ پرېكړه اعلان كړي ،فضل احمد معنوي وايي ډیر ژر به د انتخاباتي لانجې په اړه د ولسمشر پر فرمان غور وکړي او هڅه به وکړي چې یوه داسي د حل لار پیدا کړي چې دواړو خواوو ته د منلو وړ وي،ښاغلي معنوي دا څرګندونې په داسي حال کې کړې دی  چې ځینې سرچینې وايي د حکومت او د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ترمنځ معامله شوې چې له ۶۲ تنو څخه، چې اختصاصي محکمې په درغلۍ تورن کړي او د دې محکمې له پرېکړې سره سم باید له ولسي جرګې وایستل شي، ښايي نیمايي په خپل حال په ولسي جرګه کې پرېښوول شي او د نیمايي نورو پرځای نوې کسان جرګې ته ورمعرفي شي.

خو ولسي جرګه په خپل جوړښت کې د هر ډول بدلون په خلاف ټینګار کوي ،دولسی جرګی غړی هم په خپلو منځو کی په دو برخو ویشل شوي دې ،د اصلاح غوښتونکو ايتلاف، چې ١٠٦ غړي لري او تېره ورځ يې د خپل شتون اعلان کړى، د ولسي جرګې د تېر کال ټاکنو د پايلو په اړه د ولسمشر له حکم څخه ملاتړ کوي ،خو له قانون څخه د ملاتړ ايتلاف، چې د چنګاښ په دويمه يې د خپل موجوديت اعلان کړى او١٠٤ غړي لري، د ولسمشر د ياد حکم مخالفت کوي ،د ولسي جرګې د اصلاح غوښتونکو ايتلاف د دې جرګې له قانون څخه د ملاتړ له ايتلاف څخه وغوښتل، چې امنيتي ستونزو ته په پام سره د ملي شورا انګړ ته څېرمه د تحصن غونډې دې نه جوړوي ،خو له قانون څخه د ملاتړ کسان د تحصن غونډې خپل حق بولي او وايي، چې دا ډول غونډه په هر ځاى کې جوړولى شي.

راتلونکی اونۍ په افغانستان کې د قانونيت، ولسواکۍ، ملي واکمنۍ او د خلکو د ارادې لپاره برخليک ټاکونکې ده، په دې اونۍ کې به ښکاره شي چې په افغانستان کې قانونيت، ولسواکي او ملي واکمني بريالي کيږي او که يو ځل بيا د اوږده مهال لپاره زندۍ کيږي او پرځاى يې زورواکي، فساد او د سفارتونو اراده واکمني کوي پای


August 18th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات